هلمند؛ اغانور شاهي لوبډلې د ګرشک ولسوالۍ د فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام په نوم د فوټسال سيالۍ د اغانور شاهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اغانور شاهي لوبډلې سيالې انصاري لوبډلې ته ۱/۵ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې د ورزشکارانو د هڅولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
