په کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک تشویقي سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۳:۱۷
په کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د المپیک ملي کمېټې او ورزش لوی ریاست اړوند د جمناستیک فدراسیون له لوري د کابل په کچه د څلورو زونونو د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د جمناستیک تشویقي سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل د څلورو زونونو له ۳۶ کلبونو څخه ۱۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د مختلفو زونونو او کلبونو ورزشکارانو پکې لومړي دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

دغه سیالۍ د څلورو کټګوریو تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل وو.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په دوو وسیلو توشک او پوښ میز کې ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS