پکتيکا؛ استاد محمد امين لوبډلې د يووالي جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۹:۱۰
پکتيکا؛ استاد محمد امين لوبډلې د يووالي جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې ښار په حضرت بلال نمونوي لېسې کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ د استاد محمد امين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې استاد محمد امين لوبډلې سيالې استاد محمد ولي لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS