سرپل؛ مرکز کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۰:۱۱
سرپل؛ مرکز کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو فدراسیون داستازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په کونګ‌فو، کیک‌بوکس، کیوان کیک بوکسینګ او ازادو سیالیو سبکونو کې رزمي سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او بېلا بېلو وزنونو کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د سرپل ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS