هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د جمناسټیک فدراسيون په گډه همکارۍ د نادعلي ولسوالۍ په محمد خان عالي لېسې کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په دوو عمري کټگوريو کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د جمناسټیک ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله په ځوانانو کټگورۍ کې مشعل داوري لومړی، کريم الله وصال دويم او راشد احمد جهاني درېيم او په نويو ځوانانو کټگورۍ کې محمد هاشم لومړی، کريم داد دويم او الله نور بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
