غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تیږې د نښې ویشتلو سیالیو د لوی اختر ورزشي جشنوارې پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تیږې د نښې ویشتلو سیالیو د لوی اختر ورزشي جشنوارې پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د جاغوري اتحاد لوبډلې خپلې سیالې لومان اتحاد لوبډلې ته د ۶/۴ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.