هلمند؛ حاجي درويشان لوبډلې د اختريز جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۳۰ - ۱۹:۵
هلمند؛ حاجي درويشان لوبډلې د اختريز جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په کوچني درويشان حوزه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د حاجي درويشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې حاجي درويشان لوبډلې سيالې وطن لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS