کندز کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د آزادې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

شنبه، د چنګاښ ٢یمه، ١٤٠٣
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ٦٠ تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې آزادې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو د نندارې لپاره د کندز له لیرو پرتو ولسوالیو څخه سلګونو مینوال راغلي و او د سياليو پهلوانان يې تشویق کړل.
د سياليو موخه د لوی اختر نمانځل ښودل شوي دي.