غور، تولک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فولاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۹:۳۷
غور، تولک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فولاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فولاد والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالو په پایلوبه کې د فولاد والیبال لوبډلې خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د غور ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۶
Background image

BACK TO NEWS