بامیان؛ مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۳۰
بامیان؛ مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې له ۵۰ ورزشکارانو ۱۵ ورزشکاران د بامیانو ولایت د موتای منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه.

د یادو سیالیو موخه د بامیانو ولایت د موتای منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، اتلولۍ حکمونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS