زابل؛ په قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۷:۲۲
زابل؛ په قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې احمد ضياء لومړی، محمد صابر دويم او احمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د سیالۍ په پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د خزاني جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۴
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کنډو سیمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې. . .

BACK TO NEWS