غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د همت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۶:۳۵
غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د همت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې د همت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې چمن لوبډلې خپلې سیالې همت لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې همت لوبډلې یاد ټاکل شوی هدف پوره او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالیو په پای کې د سیمې خلکو له لوري غوره لوبډلې ته کپونه او ۶۰۰۰۰ زره افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته ۴۰۰۰۰ زره افغانۍ نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS