غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۱۴
غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار په هریرود ورزشي جمنازیوم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۸ کیلو ګرام څخه تر ۸۰ کیلو ګرام وزن کې ترسره شوې، چې په پایله ۱۱ تنه ورزشکاران د غور ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شو.

د یادو سیالیو موخه د غور ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د غور ولایت ورزشي امریت له لوري ټاکل شوو لوبغاړو ته کپ، مډالونه، اتلولۍ حکمونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS