خوست؛ بلال مندوزي لوبډلې د عزيز غوره ليگ په نوم د واليبال سیالیو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز متون ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د غزيز غوره ليگ ( APL) په نوم د واليبال سيالۍ د بلال مندوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې بلال مندوزي لوبډلې خپلې سيالې واحد نور اسماعيل خېل لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.
