خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د اقبال گربز په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۷:۲۸
خوست؛ ځوان زلميو لوبډلې د اقبال گربز په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گربزو ولسوالۍ په بوريخلېو سيمه کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د اقبال گربز په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ځوان زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوان زلميو او متون اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې متون اتفاق لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ځوان زلميو لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اووه ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يوه عراده موټرسایکل، کپ او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS