د هېواد فوټسال ملي لوبډلې د کانټينټال پنځه اړخيز جام سياليو کې گواتيمالا لوبډلې ته ماتې ورکړه
افغان فوټسال ملي لوبډلې د کانټينټال پنځه اړخيز جام سياليو په لومړۍ لوبه کې، چې نن ماسپښين ۲ بجې د تايلينډ هېواد په کوربتوب په بانکوک ښار کې ترسره شوه، گواتيمالا ملي لوبډلې ته د ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سیالۍ د راتلونکي فوټسال نړيوال جام ته د لا ښه چمتو والي په موخه شروع شوي، چې افغانستان، ټايلنډ، نيوزيلنډ، کويټ او گواتيمالا هېوادونه پکې گډون لري.
ياده دې وي، چې له دې وړاندې افغان فوټسال ملي لوبډلې د لا ښه چمتو والي په موخه په ايران او ټايلنډ هېوادونو کې تمريناتي کمپونه ترسره کړي وو.
