پکتيکا کې د اتو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د اتو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د احسان الدين خصوصي ښوونځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د احسان الدين او التنسيق خصوصي ښوونځیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې التنسيق ښوونځي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۵۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې احساس الدين ښوونځي لوبډلې ياد هدف په ۴٫۳ اورونو کې ترلاسه کړ او لوبه يې د شپږو ويکټو په توپير وگټله.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د زده کوونکو ترمنځ يووالی او پېژندگلوي رامنځته کول وو.
