بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۷۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۹:۳۹
بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۷۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۷۰ پهلوانانو ترمنځ په شپږو وزني کټګوریو کې د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې شپږو پهلوانانو خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل او د بادغیس ولایت د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د یادو سیالیو موخه د بادغیس ولایت د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS