میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۷
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د زرعون انبو خاک جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه مبارز انبوخاک او میوند خړیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مبارز انبوخاک لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

یادې سیالۍ د ورزش کارانو او ورزش مینوالو ترمنځ د یووالي او ورورولي په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ناوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سردار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS