پنجشېر کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملکانو کلي په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۰:۳۴
پنجشېر کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملکانو کلي په اتلولي پای ته ورسېدې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري او د ورزش کارانو د ټولنې له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ١٩ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د ملکانو کلي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ملکانو کلي او عنابه ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د ملکانو کلي لوبډلې د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د لوړو زده کړو لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ والیبال ته د ودې او ورزش ته د ورزش کارانو د هڅونې او د هغوی د ملاتړ په موخه ترسره شوې چې په پای کې د ياد ولايت د ورزشي آمريت له لوري وستايل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS