کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۹:۵۲
کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د بسکټبال ازاد کټګورۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې په پایله کې ۱۸ ورزشکاران د لویو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته، ۱۴ ورزشکاران د ځوانانو ملي لوبډلې ته او ۱۲ ورزشکاران به د نویو ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په لومړي لوبه کې د ننګرهار ولایت لوبډلې خپلې سیالې د بلخ ولایت لوبډلې ته د ۵۱/۳۵ نومرو په توپير ماتې ورکړه او لومړي بریا یې خپله کړه.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې اوورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ښار بدني روزنې او ورزش ریاست ریئس مولوي عتیق الله خالد، د ورزش ادارې د امریتونو مسوولین، د بسکټبال ملي فدراسیون رهبري پلاوي، د ولایتونو استازي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې یوه اوونۍ به دوام کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز؛ اما صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالې ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخلاقه اعلان شول، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۲ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

کندز کې د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴ ښوونځیو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حضرت علي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یاد سیالیو. . .

BACK TO NEWS