دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د الماسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۴۵
دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د الماسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د پشني ذکور لېسې د معلمانو له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسولۍ کې د معارف همدلي جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د الماسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د الماسان لوبډلې خپلې سیالې امید لوبډلې ته د ۵/ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS