پکتیا کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
پکتیا کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د په زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د پنځو ولایتونو ۳۳ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال دوستانه سیالۍ د کلالگو اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سیالیو کې له پکتیکا، خوست، لوگر، غزني او کوربه پکتیا ولایتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پایلوبه کې کلالگو اتلانو لوبډلې خپلې سیالې نیازي سټار لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS