هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پايلوبه د عابد يارانو او خوشحال کلي لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه خوشحال کلي لوبډلې وکړه او په ټاکلو ١٠ اورنو کې يې سیالې لوبډلې ته ۷۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې عابد يارانو لوبډلې ياد هدف په څلورم اور کې پوره کړ او په لسو ویکټو يې اتلولي خپله کړه.
دغه سيالۍ چې درې اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو ته د سالم مصروفیت چمتو کول ياد شوي دي.
