هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم د۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د افغان زلمي او نوري لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه افغان زلمي لوبډلې وکړه او په ټاکلو ١٠ اورنو کې يې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ١٥٠ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نوري لوبډلې ياد هدف د دوو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په اتو ويکټو يې بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.
