خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۵
خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د پیوستون او اتفاق لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه پيوستون لوبډلې وکړه او په‌ ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د یوه لوبغاړي په زيان ۱۳۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اتفاق لوبډلې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په شپږو ویکټو يې اتلولي خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د‌ ليګ په شکل پيل شوې وې او نن پای ته‌ ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS