پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د يادو سیالیو په پيليزه لوبه کې سرنگوړه لوبډلې خپلې سیالې بنگښ لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر سره ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
