زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۲۸ کیلو متري واټن کې ترسره شوې، چې په پای کې یې احمدشاه عمر لومړی، احمد ولي دویم او بلال احمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.