د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه لومړۍ دوستانه لوبه وګټله
د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته لومړۍ دوستانه سیالۍ کې د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
دغه لوبډله به له ویتنام سره خپله دویمه دوستانه لوبه راتلونکې سه شنبه( د جدي ۳۰مه) ترسره کړي.
د ویلو ده، چې د فوټسال ملي لوبډله به له ویتنام وروسته له ټایلنډ سره هم د دغه هېواد په کوربتوب دوه دوستانه سیالۍ ولري.
