ارزګان؛ ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۱۵
ارزګان؛ ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مرکز اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مرکز اتلانو او ازاد زلمیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مرکز اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

ازاد زلمیانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۹۲ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې شمس الله خوشحال د ۴۰۰ منډو په ترسره کولو سره د دغو لوبو غوره توپ وهونکی او زینت الله ظفري د ۲۰ ویکټو په اخیستلو سره غوره توپ اچونکی وټاکل شول.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۴۳
Background image

لیگ برتر فوتسال در ولایت لوگر میان ۱۰ تیم آغاز شد

لیگ برتر فوتسال از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش لوگر میان ۱۰ تیم در قالب ۴۵ دیدار آغاز شد.

بازی نخست را تیم های جوانان لوگر و شیران خراسان انجام. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۴۰
Background image

رقابت های سنوکر و بلیارد در ولایت غور آغاز شد

نمایندگی فدراسیون سونکر و بیلیارد در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور بین ۳۶ ورزشکارافتتاح شد.

هدف از برگزاری این مسابقات استقبال از جشن استقلال عنوان شده است که یک هفته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۹
Background image

برگزاری مسابقات پارکور میان ۴۰ ورزشکار در ولایت بلخ

نمایندگی فدراسیون فری رانینگ پارکور در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های این رشته را میان ۴۰ ورزشکار از ۱۰ باشگاه برگزار نمودند.

در این مسابقات ورزشکاران در کتگوری سنی. . .

BACK TO NEWS