خوست؛ په تريزيو عليشرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ملت ترزيو او سکين منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سکين منتخبې لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۳۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ملت ترزيو لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي او کې پوره کړ او په شپږو ویکټو يې اتلولي خپله کړه.