ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې له شپږو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يرغلگرو د ماتې په نوم د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.