دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۳۵
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اشترلي ولسوالۍ په پيشدرم خوشک سيمه کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې مهدي اکبر لومړی، يونس رحيمي دويم او مهدي مهدوي بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۲۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۸
Background image

ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې له شپږو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يرغلگرو د ماتې په. . .

BACK TO NEWS