د المپيک په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو د ټاکنې په موخه د اتلتیک سیالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴
د المپيک په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو د ټاکنې په موخه د اتلتیک سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند اتلتيک ملي فدراسيون له لوري، د اسيايي سياليو په موخه چې په جاپان هېواد کې به ترسره شي، د شپږو ورزشکارانو ترمنځ له کابل ولايت څخه د‌ لوګر تر محمد اغې ولسوالۍ پورې، چې ۴۲ کيلو متره واټن کېږي د ماراتون سبک ځغاستې سیالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې شپږو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې مجتبی فقير زاده لومړی او الهام الدين سراج زوی دويم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ په جاپان هېواد کې د اسيا المپيک سياليو لپاره د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه وشوې، چې له افغانستان څخه به پکې د همدغو سياليو د لومړي مقام ګټونکی مجتبی فقير زاده چې دغه واټن يې په درې ساعته او دوه دقيقو کې طی کړ ګډون وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS