د هېواد شمال ختیځ او سوېل ختیځ زونونو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۴
د هېواد شمال ختیځ او سوېل ختیځ زونونو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د افغانستان د زونونو په کچه الف لیګ سیالیو ته د لارموندنې پړاو سیالیو لپاره د شمال ختیځ او سوېل ختیځ زون سیالۍ ترسره شوې.

په شمال ختیخ زون سیالیو کې چې د بغلان په کوربه توب ترسره شوې، خپلواک بغلان لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ او د شمال ختیځ زون په استازیتوب یې د زونونو په کچه فوټسال لیګ سیالیو ته لار ومونده.

په ورته وخت کې د سوېل ختیخ زون سیالۍ د لوګر په کوربه توب د کوربه لوګر، خوست او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ ترسره شوې، چې د لوګر لوبډلې د شپږ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ، چې د زونونو په کچه د فوټسال لیګ سیالیو کې به د سوېل ختیځ زون استازیتوب کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS