زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د شېر خان او موسی خان کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې شېر خان کلب لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.