کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شول. یاده لوبډله به سبا سهار ۷ بجې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د بنګله دېش ډاکې ښار ته روانه شي.
د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د مقام د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن بري، د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان، د ورزش ادارې مسؤلينو او د واليبال ملي لوبډلې ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه: « خوښ يم، چې يو ځل بيا افغان لوبډله په نړيوالو ميدانونو کې لوبيږي او د افغانستان نوم په نړيوالو ډګرونو کې ځلوي. په دې هيله، چې ښې لاسته راوړنې ولرئ او ډک لاس هېواد ته راستانه شئ. » په پای کې یې يادې لوبډلې ته د خير او کاميابۍ دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالۍ به د بنګله دېش په کوربتوب د روان میلادي کال د اکټوبر له ۲۲ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې ترسره شي، چې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون وکړي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د روان کال د اکټوبر په ۲۲ نېټه د سرېلانکا په وړاندې ترسره کړي.