مسکو؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون وکړ

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۴
مسکو؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د روسیې هیواد د ورزشي مسؤلینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی و، ګډون وکړ.

په دې ناسته کې ښاغلي وثیق په خپله وینا کې د غونډې له کوربه او جوړونکو مننه وکړه، یاده ناسته یې د ځوانانو په تشویق او سالم رقابت ته رابللو کې مهمه وبلله؛ همدارنګه یې د افغانستان د ورزش د اوسني حالت یادونه هم وکړه، ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې وویل، چې د ا.ا له بیا حاکمیت وروسته ورزش د افغانستان هر ګوټ ته ورسېده او افغان ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو نږدې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې ورزش د ملتونو او هیوادونو ترمنځ د سالمو اړیکو او د یووالي د پېغام لېږدولو بهترینه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ورته ناستې راتلونکې لا ډېرې شي؛ ترڅو د هیوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې پیاوړې او ځوانان ورزش ته لا تشویق شي.

د دې غونډې په څنډه کې ښاغلي وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش وزارت له رئیس او وزیر میخایل دیګتیاریوف Mikhail Degtyarev سره هم وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو یې ورسره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS