ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پپل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سره رود ولسوالۍ لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ټایګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
