ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاهانو لوبډلې د لسو ویکټو په توپیر خپلې سیالې خیر بندي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
