ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۳۵
ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د سدیس او احمدي لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه سديس لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زيان ۱۶۳ منډې هدف کېښود، د‌ لوبې په دويمه پاڼۍ کې احمدي لوبډلې د ياد هدف په ځواب کې ۱۱۰ منډې وکړې او په اووو ویکټو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS