ننگرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د هېواد پاورلفټينگ او مردان آهنين ملي فدراسيون او د ننگرهار پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ په گډه همکارۍ د مرکز جلال آباد ښار په درېیمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د لومړي ځل لپاره د زون په کچه د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سيالۍ پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو، لويانو او تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې د خوست، پروان، غور، کابل او پر کوربه ننگرهار ولايت سربيره د کورنيو چارو وزارت ورزشکارانو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د کورنيو چارو وزارت ورزشکارانو لومړی، ننگرهار دويم او پروان بيا درېيم مقام خپل کړ او همدارنگه د غور څخه نذير احمد رحيمي په ټولو وزنونو کې د اتل لقب ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه په ننگرهار کې د پاورلفټينگ ورزش وده ښودل شوې وه، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.
