هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال رفت و برګشت سیالۍ پیل شوې، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چاه انجیر او بهیر نورزي لوبډلو ترمنځ د دوه- دوه ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
