کاپیسا کې د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې له پروان، پنجشېر، کابل، زابل، ننګرهار، بغلان، ميدان وردګ او کاپيسا ولايتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک تشويقي سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د کاپيسا ولايت ورزشکارانو د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، کابل ولايت دويم او د پروان ولايت ورزشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ اړيکې پياوړي کول او ورزشي سياليو ته زمينه برابرول و.
