پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۳۷
پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ټایګر ورزشي کلپ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۹ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سیالۍ د جودو راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۴۱
Background image

خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې شل ورځې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۳۹
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په نوي کوټ سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

BACK TO NEWS