پکتیا؛ ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د ۸۶ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د ۸۶ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۳ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د کې ون سبک راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.