پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډینجر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د رئیس او ډینجر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه رئیس لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. ډینجر لوبډلې ټاکلی هدف پرته له کوم زیان څخه د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.