پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ارګون اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
