کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۲۷
کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د وزن پورته کولو ملي فدراسیون له لوري د هېواد ورزش ادارې د وزن پورته کولو جمنازیو کې د کابل ښار له کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په لسو وزني کټګوریو کې د کابل ښار د وزن پورته کولو اتلولۍ سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به په دوو یک ضرب او دو ضرب سبکونو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۳۰ غوره ورزشکاران د یادې برخې ملي سیالیو ته غوره شي.

د یادو سیالیو موخه د وزن پورته کولو ملي او بهرنیو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل دي؛ د سیالیو په پای کې به غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۸
Background image

ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې له شپږو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يرغلگرو د ماتې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۵
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټينگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په نښتر گولډ جېم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کمال پور اتلانو. . .

BACK TO NEWS