پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۲۲:۳۷
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ په ١٢ بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ١٢ ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

دا سیالۍ د سیمه ییزې غېږ نيونې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS